ایکنانیوز د له قوله راپور راکړی، دغه وزارت همداراز ددغو واکسنونو د ترلاسه کولو او د نوبت د رزرؤ او دغه راز ددغه مقصد لپاره د استفادې وړ اپلیکیشنونو لپاره موجودې رودې اعلان کړې.
د عفونی او خوریدونکو ناروغیو په وړاندې د حاجیانو د حفاظت د زیاتولو لپاره د روغتیائي چارو د وزارت ژمنتیاؤ ته په پام سره چې د حج تمتع د دستورو په شان په لویو اجتماعاتو کې د عمومی خلکو پر سلامتیا اغیزې شیندي، نوي دستور العملونه وړاندې کړي دي.
دعربستان د حج وزارت د حج د مناسکو له ترسره کولو مخکې د حاجیانو د لومړني واکسینیشن د ترلاسه کولو په ضرورت ټينګار کړی دی. دغه واکسنونه د هغو عفونی ناروغیو په وړاندې لومړني محافظ دي چې په آسانۍ سره د حج دموسم په شان په ګڼه ګوڼو عمومي ځایونو کې خوریږي.
د عربستان د روغتیائي چارو د وزارت د اعلان په اساس، هر حاجي او زایر پابنده دی چې د منژیت، کوویډ۱۹ او فصلی آڼفلوینزا په شان مهمو ناروغیو په وړاندې واکسینه شي.
د عربستان د روغتیائي چارو وزارت د واکسینیشن لپاره د لمبر د رزرؤ کولو د څرنګوالي دستورالعمل د ؛صحتی ؛ اپلیکیشن له لارې وړاندې کړی دی . دغه پروګرام کارؤنکو ته اجازت ورکوي،څو په آسانۍ سره د واکسنو پيچکاري کولو وخت وټاکي ، واکسنو ته لاس رسي آسانوي او دا تضمین و رکوي چې ټول د حج له موسم مخکې مخکې واکسینه شي.
په عربستان کې دیره کسان د وقت د رزرؤ کولو لپاره پروګرام ته واریدیدلی او د ؛واکسن د وخت رزرؤ ؛ برخې ته مراجعه کولی شي.
https://iqna.ir/fa/news/4276148